د پاکستان تحريک انصاف مشر پرويز خټک وايي، له قومي اسمبلۍ څخه د پي ټي ايي د ۳۴ غړو له استعفا وروسته به په ټولو څوکيو يو ځل بيا ټاکنو کې برخه واخلو

0
92

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر پرويز خټک وايي، له قومي اسمبلۍ څخه د پي ټي ايي د ۳۴ غړو له استعفا وروسته به په ټولو څوکيو يو ځل بيا ټاکنو کې برخه واخلو.

کله چې یو خبریال ترې وپوښتل چې راتلونکی پلان به څه وي نو پرویز خټک وویل چې کوم پلان جوړیږي هغه به ولیدل شی.

ياده دې وي چې د قامي اسمبلۍ سپيکر تېره ورځ د تحريک انصاف او شيخ رشيد د ٣٤ غړو استعفاوې منلې وې. له دغو ۳۴ غړو څخه ۳۲ یې انتخاب شول او ۲ یې د ښځو لپاره ځانګړې شوې څوکۍ جرګې ته ورسېدل.

د پاکستان ډیموکریټک غورځنګ اعلان کړی چې د دې څوکیو په ضمني انتخاباتو کې به برخه نه اخلي، خو فواد چوهدري اعلان کړی و، چې عمران خان به د دغو ۳۳ څوکیو لپاره کاندید وي.

Leave a reply