په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ګورنر هاؤس د یتیمانو او خاصو ماشومانو لپاره پرانستل شو
باغي ټي وی رپورټ
پېښور: په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ګورنر هاؤس د یتیمانو او خاصو ماشومانو لپاره پرانستل شو.
د پيښور ضلعې د ټولو تعليمي ادارو او مراکزو يتيمو او معذوره ماشومانو ګورنر هاؤس ته وليدل۔
په ګورنر هاوس کې د ماشومانو لپاره د تفریح او لوبو بندوبست هم شوی وو، په داسې حال کې چې د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي لخوا ماشومانو لپاره د غرمې ډوډۍ انتظام هم شوې وو.
په دي موقع ګورنر حاجي غلام علي، ميئر پيښور زبير علي، سي سي پي او پيښور او کمشنر ماشومانو سره هم لیدنه وکړه او دوی سره ی خبرې وکړې.