د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان نن د اقتصادي کارپوهانو غونډه رابللې ده

باغی ټی وی رپورټ
لاهور: د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان نن د اقتصادي کارپوهانو غونډه رابللې ده.
د پي ټي آئي سرچينو ترمخه عمران خان د ملک د حالاتو ښه کولو لپاره د اقتصادي ماهرينو د تجويزونو ورکولو هدايات کړي دي۔
سرچينې وايي د عمران خان په اقتصادي ټيم کې شوکت ترين، تيمور سليم جهګړا او حماد اظهر په ګډون نور اقتصادي کارپوهان هم شامل دي.
سرچينې وائي چې دپي ټي ائي په منشور کې به داقتصادي سندونو تجويزونه هم شامل وي.
دسرچينو ترمخه پي ټي ائي به دانتخاباتي کمپاين په مهال خلکو ته داقتصادي بحران څخه د وتلو دحل لارې بيانوي.





