د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د یوې چورلکې د لوېدو په پېښه کې د کورنیو چارو د وزیر او د کورنیو چارو د مرستیال په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي دي

0
100

باغی ټي وي رپورټ
د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د یوې چورلکې د لوېدو په پېښه کې د کورنیو چارو د وزیر او د کورنیو چارو د مرستیال په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د بريتانوي خبري اژانس د راپور له مخې، د چورلکې د غورځېدو پېښه د کيف ښار په بروواري کې د ماشومانو د يوه نرسري سره نږدې شوې ده، په دې پېښه کې د ماشومانو د ښوونځي ودانۍ او نورو ودانيو ته هم زيان اوښتی دی.د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر مرستیال ویلي چې د کورنیو چارو وزیر د جګړې ځپلو سیمو ته په یوه هوايي سفر روان و چې چورلکه ولوېده.

په همدې حال کې د دغه ایالت د پولیسو جګپوړي چارواکي په فیسبوک کې لیکلي چې نسکوره شوې چورلکه د اوکراین د دولتي بیړنیو خدماتو اړونده وه.

د رسنیو د راپورونو له مخې د چورلکې د لوېدو په پېښه کې ۳ ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ تنه ټپیان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بهرنیو رسنیو له مخې، د کورنیو چارو وزیر ډینس موناستیر، چې د چورلکې په غورځېدو کې وژل شوی، د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د کابینې مهم غړی و او هڅه یې کوله چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د تلفاتو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

Leave a reply