د بلوچستان د پنجګور ضلعې په چکاب سېکټر کې د پولې ها خوا څخه د ترهګرو په بريد کې د پاکستان امنيتي ځواکونو څلور اهلکار شهيدان شوي دي

باغی ټی وی رپورټ
د بلوچستان د پنجګور ضلعې په چکاب سېکټر کې د پولې ها خوا څخه د ترهګرو په بريد کې د پاکستان امنيتي ځواکونو څلور اهلکار شهيدان شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ISPR ویلي، د ایران له پولې څخه په پنجګور کې د ترهګرو په عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي دي.
د آئي اېس پي آر له مخې د پولې په اوږدو كښې د امنيتي ځواكونو قافله په داسې حال كښې په نښه شوې چې د ايران نه د ترهګرو په ضد د كاروائي غوښتنه كوله۔






