د خېبرپښتونخوا ګورنر د وزيراعلي په مشوره د اسمبلۍ د ماتولو په سمري لاسليکونه کړي دي، د پي ټي آیی صوبایی حکومت پای ته ورسید

0
192

باغي ټي وی رپورټ
پېښور: د خېبرپښتونخوا ګورنر د وزيراعلي په مشوره د اسمبلۍ د ختمولو په سمري لاسليکونه کړي دي.

د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د صوبايي اسمبلۍ د لغوه کولو سمري پرون ګورنر ته لېږلې وه.

محمود خان وويل د ملک په مفاد کې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منحل کولو فيصله شوې ده.

د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي د وزيراعلي په مشوره د اسمبلۍ د ختمولو په سمري دستخط کړي دي۔

د ګورنر لخوا د سمري لاسليک کولو وروستو صوبائي کابينه هم منحل شوې ده خو محمود خان به د نگران وزيراعلې تر ټاکلو پورې خپل کار جاري ساتي.

د ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان ترمخه ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې د 1973ء د آئين د 112مې مادې د شق (1) لاندې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منحل شوې ده او د دې ترمخه به موجوده وزيراعلي د نگران وزيراعلې تر ټاكلو پورې كار كوي۔ وزیر.

بيان کې وئيل شوي دي چې نگران وزيراعلي دې په دريوؤ ورځو کې دوزيراعظم اؤ اپوزيشن ليډر په مشوره دگورنر لخوا ټاکل کيږي اؤ گورنرهاؤس به په دغه موده کې پرته له کومې رسمي مقررۍ څخه صلاح مشورې ته حاضر وي.

د خېبرپښتونخوا ګورنر د اسمبلۍ د لغوه کولو اعلان وزيراعلي او د اپوزيشن ليډر ته لېږلی دی.

ياده دې وي چې د پنجاب اسمبلۍ هم تر دې وړاندې منحل شوې وه چې پکې د نگران وزيراعلي په اړه هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

Leave a reply