د متحده قومي موومنټ پاکستان د عمومي ورکرز غونډه به نن کېږي، په غونډه کې به د راتلونکي عمل پلان اعلان شي.

باغی ټي وي رپورټ
د متحده قومي موومنټ پاکستان د عمومي ورکرز غونډه به نن کېږي، په غونډه کې به د راتلونکي عمل پلان اعلان شي.
يوې غونډې ته په وينا کې د ايم کيو ايم کنوينر خالد مقبول صديقي وويل، چې موږ مسلمان او پاکستاني تشخص سره راغلي يو، مهاجرين د ايم کيو ايم نه، بلکې له وېرې سره يو ځای شوي دي.
خالد مقبول صدیقي وايي، هغه کسان چې په ټاکنو کې یې مخه نیولې اوس به د سړکونو پر سر سیاست کوي، تاسو خلک باید مخکې لاړ شئ او زموږ ملاتړ وکړئ.
هغه وويل که چرې مونږ د عمران خان په شان خبرې کړې واى نو زمونږ ميندې به مو لټوي.
ډپټي کنوینر وسیم اختر وویل د شپې قاتلان فکر کوي چې کراچۍ او حیدر آباد فتح شوي دي، حقیقت دا دی چې د کراچۍ او حیدر اباد خلکو د ایم کیو ایم غږ ته ځواب ورکړی.
ده ووئيل د دومره درغلۍ نه پس هم پيپلز ګوند 250,000 ووټونه ترلاسه كړل۔






