د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف د پنجاب اسمبلۍ کښې د اپوزيشن ليډر حمزه شهباز لخوا د پنجاب د نگران وزيراعلې نومونو په اړه خپل ردعمل څرګند کړے دے

0
215

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف د پنجاب اسمبلۍ کښې د اپوزيشن ليډر حمزه شهباز لخوا د پنجاب د نگران وزيراعلې نومونو په اړه خپل ردعمل څرګند کړے دے۔

تيره ورځ حمزه شهباز د نگران وزيراعلې لپاره دوه نومونه ګورنر ته ليږلي وو، مسلم ليګ نون د وزيراعظم شهباز شريف د صلاح کار احد چيمه او محسن نقوي نومونه د پنجاب نګران وزيراعلې لپاره ليږلي وو۔

بل خوا تحریک انصاف او ق لیگ اتحاد د نگران وزیراعلی لپاره د ناصر کھوسه، احمد نواز سکهرا او محمد نصیر خان نومونه تجویز کړل. ناصر کھوسه د نگران وزیراعلی په توګه استعفا کړې ده.
خو پخواني وزيراعظم نوازشريف لندن کې ميډيا سره خبرو کې ويلي دي چې د نگران وزيراعلي لپاره د حمزه شهباز نومونه ډير ښه دي.

Leave a reply