له امریکا وروسته هالنډ هم اوکراین ته د روسیې د مقابلې لپاره د پټریوټ توغندیو د ورکولو اعلان وکړ
باغی ټي وي رپورټ
له امریکا وروسته هالنډ هم اوکراین ته د روسیې د مقابلې لپاره د پټریوټ توغندیو د ورکولو اعلان وکړ.
د هالنډي رسنیو په وینا لومړي وزیر مارک روت له اوکراینه غوښتي چې د پټریوټ توغندیو دفاعي سیستم ورکړي.
د هالنډ لومړي وزیر په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر بایډن سره په لیدنه کې اوکراین ته د پټریوټ توغندیو د سیسټم د ورکولو اعلان وکړ، تر دې مخکې امریکا هم اوکراین ته د عصري پټریاټ توغندیو د ورکولو غوښتنه کړې وه.بايد يادونه وشي چې امريکا او اروپايي هېوادونه په اوکراين کې د روسيې د يرغل پر وړاندې له اوکراين سره پوځي مرستې کوي.