د موسمياتو محکمي ترمخه د جنورۍ له 18مې او 19مې نيټې پورې به د بلوچستان مختلفو ضلعو کښې د واورې او باران وریدو امکان دې

0
226

باغی ټي وي رپورټ
د باران او واورو اوی یخې هوا غربي بادونه شمالي بلوچستان ته داخل شوي دي.

د موسمياتو محکمې نن (چهارشنبه) او د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان په غرونو د باران او د واورې ورېدو وړاندوينه کړې ده، په داسې حال کې چې د پي ډي ايم اې څانګې ډپټي کمشنر ته د باران او واورې ورېدو له وجې د هوښيار پاتې کېدو پېغام جاري کړی دی.

د موسمياتو محکمي ترمخه د جنورۍ له 18مې او 19مې نيټې پورې به د بلوچستان مختلفو ضلعو کوئټه، ژوب، بارکان، زيارت، چمن، پشين، نوکنډي، دالبندين، هرنائي، قلعه سيف الله، قلعه عبدالله، مسلم باغ، قلات، خضدار، توربت، پنجگور او د مکران په ساحلي سیمو کې د باران او واورې امکان دی، په داسې حال کې چې په یو څو ځایونو کې د سخت باران امکان دی.

بل لوري ته د پي ډي ایم اې ادارې ښاریانو ته خبرداری ورکړی چې تر راتلونکو دوو ورځو دې له غیر ضروري تګ راتګ ډډه وکړي.

Leave a reply