د وزيراعظم د دفتر لخوا په جاري شوي يو بيان کې ويل شوي دي چې پاکستان او هند بايد د کشمير مسله په ځانګړې توګه هواره کړي
باغی ټي وی رپورټ
اسلام آباد: د وزيراعظم دفتر د وزيراعظم شهباز شريف عرب ميډيا سره د مركې په اړه وضاحت جاري كړو۔
د وزيراعظم د دفتر لخوا په جاري شوي يو بيان کې ويل شوي دي چې پاکستان او هند بايد د کشمير مسله په ځانگړې توگه هواره کړي.
د وزيراعظم د دفتر له مخې وزيراعظم ووئيل د هند اقدام لغوه كولو پرته خبرې اترې ناشوني دي، د كشمير مسئله دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې هواره شي۔
د وياند په وينا، وزيراعظم دغه دريځ متحده عرب اماراتو ته د خپل وروستي سفر پر مهال له عربي رسنيو سره په مرکه کې څرګند کړى دى.