د ننګرهار کانال د لوی نهر هغه ساحې، چې تېرو سیلابونو او زياتو اوبو له امله تخریب شوي وې جوړې شوې.

0
236

د ننګرهار کانال د لوی نهر هغه ساحې، چې تېرو سیلابونو او زياتو اوبو له امله تخریب شوي وې جوړې شوې.

16 جنوري 2023

 

د ننګرهار کانال ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ریاست د ريیس مولوي غلام الرحمن کظیم په هڅو د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام په مالي ملاتړ او د اسلامیک ریلیف موسسې په تخنیکې همکارۍ د کانال د لوی نهر هغه ساحې، چې تېرو سیلابونو، زياتو اوبو راوتلو او نورو لاملونو له امله تخریب شوې وې، اوس یې د بیا ترمیم چارې د پنځه نیم میلیون افغانیوو په لګښت بشپړې شوې.

 

پدې رغنيزو چارو کې ۸۰۰ متر مربع پاک کاري، د ۲۶۶ متره په اوږدوالي د استنادي ديوال ترميم، ۹۶۰متره فرش، ۶۱ متره ار سي سي، ۱۱۸۸ مترمربع انګاف، ۴۰۰ مترمربع پي سي سي، او ۱۶۹۸ مترمکعب ډکون چارې بشپړې شوې دي، یاده پروژه کې ۳۹۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوي وه.

اړوند موضوعات

 ‏د ‎ننګرهار کانال ریاست وايي، د مالداري له فارمونو څخه په کلني ډول څه باندې یو میلیون افغانۍ عواید راټولوي

د اسلامیک ریلیف موسسې د ابادۍ پروګرام یو مسوول هجرت الله امیري ویلي، چې د یادو ساحو ترمیم سره به سلګونه جریبه ځمکه خړوب شي، د اوبو د ضایع کېدو مخنیوي به شوي او د اوسېدو کورونه به له سېلابونو په امن شي او د دې پروژې ګټه ۲۵ زره هېوادوالو ته رسېږي.

Leave a reply