د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه ويلي چې ما او ناصر حسين شاه حافظ نعيم ته زنګ وواهه او ویلی مو دي چې څوک د کراچۍ ښاروال جوړ شي نو لانجې دې نه کوي

باغي ټي وي رپورټ
د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه ويلي چې ما او ناصر حسين شاه حافظ نعيم ته زنګ وواهه او ویلی مو دي چې څوک د کراچۍ ښاروال جوړ شي نو لانجې دې نه کوي.
کراچۍ: د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه ويلي چې ما او ناصر حسين شاه حافظ نعيم ته زنګ وواهه او ویلی مو دي چې څوک د کراچۍ ښاروال جوړ شي نو لانجې دې نه کوي

کراچۍ کې ميډيا سره خبرو کې د سندهـ وزيراعلي وويل د سندهـ خلک زمونږ ملاتړ کوي، مونږ په کراچۍ کې د 235 چوکيو څخه د 100 څخه زياتې څوکۍ ترلاسه کولو هيله من يو.

هغه وويل، دا ټاکنې ډېرې سوله ييزې وې، پرون د قانون او نظم ځينې ستونزې وې، خو موږ يې حل کړې، په ټوله ټاکنو کې ١٣ پېښې وشوې.

مراد علي شاه وويل چې دا وخت آر ټي ايس نه وو، کمپليشن دستوري وو او د تربيت کمي وه، حافظ نعيم ته ما او ناصر حسين شاه زنګ وواهه او پوښتنه يې وکړه، چې څوک د کراچۍ ښاروال شي هغه دې نه ژاړي، مونږ ښارونه جوړ کړي، دوی اختیارونه لري.

د سندهـ وزيراعلي زياته کړه چې له متحده قومي موومنټ څخه يې تر وروستۍ شېبې پورې د ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه کړې، پيپلز ګوند اوس هم په ټاکنو کې د بايکاټ نتيجه ګالي، د ايم کيو ايم خپله پرېکړه وه، په ټرن آوټ
کې دوه ټکي دي. یو دا چې دا تر وروستۍ شېبې پورې نه و، یقیني وو، دویم ایم کیو ایم یو لوی ګوند دی او بایکاټ یې اغېز درلود.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐