د پيښور هائي کورټ بار کښې د وژل شوي سينئر وکيل عبداللطيف آفريدي په ډزو د وژل کیدو په اړه د پوليس بيان مخې ته راغلې دې

0
157

باغی ټی وی رپورټ
د پيښور هائي کورټ بار کښې د وژل شوي سينئر وکيل عبداللطيف آفريدي په ډزو د وژل کیدو په اړه د پوليس بيان مخې ته راغلې دې.

جیو نیوز سره په خبرو کې ایس پي کینټ محمد اظهر ویلي په لطیف افریدي باندې ډزې د شخصي دښمنۍ نښه ده، د لطیف افریدي وکیل د سیشن جج افتاب اقبال او د هغه د کورنۍ د دریو غړو په وژنه تورن دی.

ايس پي کينټ محمد اظهر وئيلي دي چي په لطيف آفريدي باندي ډزي کوونکى ملزم د ترهه ګرئ ضد د وژل شوي جج آفتاب آفريدي وراره دے او د ملزم نه نور تحقيقات روان دي۔

ياده دي وي چي د پيښور هائي کورټ بار کښي د عدنان په نوم يو ملزم لطيف آفريدي باندي شپږ ګوليونه ويشتلي وو چي په فوري توګه ليډي ريډنګ هسپتال ته يوړل شو ولي ډاکټرانو هسپتال ته رسولو نه وړاندي د مړو تصديق کړے وو۔

Leave a reply