د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ له قومي مشرانو سره لیدلي.

0
96

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ له قومي مشرانو سره لیدلي.

 

16 جنوري 2023

 

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي له مشرانو سره وکتل او په هغه ولسوالۍ کې یې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله خبرې اترې وکړې.

 

په دې لیدنه کې ، د زرمت ولسوالۍ مشرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره شریک کړل او په یادې ولسوالي کې یې د اوبو بندونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

اړوند موضوعات

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر او مل پلاوي یې ترکیه کې د یاد هیواد له یو ستر پانګوال سره لیدلي.

 

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په یاده لیدنه کې د زرمت ولسوالي د خلکو له یوالي او زحمتونو څخه په نیکي سره یادونه وکړه او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې دغه وزارت په خپل راتلونکي پلان کې په پام کې لري ، ترڅو په پکتیا ولایت کې د اوبو بندونو د جوړولو پروژې پلي کړي چې اوسمهال یې تخنیکي څېړنې او اړینې مطالعې جریان لري.

Leave a reply