د پاکستان د علماو کونسل مشر مولانا طاهر اشرفي وايي، هر حکمران بهر ته سوال کولو ته ځي او عمران خان هم سوال کولو ته تللې وو

باغي ټي وی رپورټ
لاهور: د پاکستان د علماو کونسل مشر مولانا طاهر اشرفي وايي، هر حکمران بهر ته سوال کولو ته ځي او عمران خان هم سوال کولو ته تللې وو.
لاهور کښې د خلافت راشده کانفرنس ته خطاب کښې مولانا طاهر اشرفي وويل د مدينې رياست جوړولو لپاره پکار ده چې له کوره شروع شي، خلک له لوږې مري، په تصادم څه حاصل شول.
هغه وویل چې په راتلونکو ټاکنو کې به هغه چا ته رایه ورکوو چې د انصاف خبره کوي، دې حکومت کوم ګامونه پورته کړي دي، الله دې یې اغیزې ښکاره کړي.
طاهر اشرفي وايي، واکمنان په خپل منځ کې په جګړه بوخت دي، د بې وزله ولس خبرې څوک نه کوي.





