د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) نومول شوی نائب چیرمین امجد افریدی د کراچۍ په بلدیه ټاون یوسی ۱۳ کښې پریزائیڈنګ افسر باندې د تشددکولو په تور نیول شوی دی.

0
151

باغی ټي وی رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) نومول شوی نائب چیرمین امجد افریدی د کراچۍ په بلدیه ټاون یوسی ۱۳ کښې پریزائیڈنګ افسر باندې د تشددکولو په تور نیول شوی دی.

د پوليس ترمخه د امجد اقبال آفريدي نه وسله، ګولۍ او بيلټ بکس هم ترلاسه شوي دي، امجد آفريدي په پريزائيډنګ افسر تشدد کړے وو او بيلټ بک ئي لوټ کړے وو۔

بل لوري ته د سندهـ اسمبلۍ کې د پي ټي ائي غړي سعيد افريدي وايي چې امجد افريدي انتظاميې او پوليسو ته د درغلۍ ثبوتونه ښودلي خو د دې پرځاى نيول شوى دى.

بلخوا د پي ټي آئي يو بل مشر عديل هم د پولنګ عملې نه د بيلټ پيپرونو د اخستلو په تور نيول شوى دى.

د ایس ایس پي کورنګي وینا ده چې عدیل نیول شوی او د شاه فیصل کالونۍ پولیس سټیشن ته سپارل شوی دی، د ډی سي کورنګي د عملې خلاف د بیلټ پیپرونو د اخستلو مقدمه درج کړې شوې ده.

Leave a reply