د پاکستان پیپلز پارټۍ کراچۍ صدر سعید غني وايي د انتخاباتو کمېشن دې په کراچۍ کې د بلدياتي انتخاباتو د نتیجو ژر اعلان یقیني کړي، د انتخاباتو د نتیجو ځنډول د کاندیدانو ترمنځ د اضطراب سبب کیږي.

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پیپلز پارټۍ کراچۍ صدر سعید غني وايي د انتخاباتو کمېشن دې په کراچۍ کې د بلدياتي انتخاباتو د نتیجو ژر اعلان یقیني کړي، د انتخاباتو د نتیجو ځنډول د کاندیدانو ترمنځ د اضطراب سبب کیږي.
د کراچۍ د پیپلز پارټۍ صدر سعید غني د انتخاباتو د نتیجو د ځنډیدو په اړه د بیان ورکولو په مهال ویلي دي چې د انتخاباتو د نتیجو په اعلان کې د ځنډ له وجې به د انتخاباتو ټوله پروسه متنازعه شي.
بل خوا د کراچۍ امیر جماعت اسلامي حافظ نعیم وايي، چې د ۱۱ او ۱۲ نمبر فارمونه نه ورکول کېږي، ځینې ډپټي کمشنران د نتایجو مخه نیسي.ده ووئيل كه آر اوز نتيجې اعلان نه كړې نو په ټول ښار كښې به لاريونونه وكړي۔
په دې اړه د پيپلز پارټۍ مشر مرتضي وهاب په ځواب کې وويل چې تر پرون پورې جماعت اسلامي د انتخاباتو کولو غوښتنه کوله، اوس چې نتيجې راځي نو جماعت اسلامي د دھرنو خبره کوي.






