د سندهه په بلدیاتی انتخاباتو دویم پړاؤ د نتیجو ځنډیدو په اړه اليکشن کمشنر سندهـ ټولو ضلعو ریټرننګ افسرانو ته بیړنی خط استولی دی
باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ کې د بلدیاتی انتخاباتو د دویم پړاؤ د نتیجو ځنډیدو په اړه اليکشن کمشنر سندهـ ټولو ضلعو ریټرننګ افسرانو ته بیړنی خط استولی دی.
د ليکنې له مخې سياسي ګوندونو پولنګ ايجنټانو ته د ١١، ١٢ فارمونو نه ورکولو شکايت کړى دى.
په لیک کې ویل شوي چې پریزیډینګ افسرانو ته لارښوونه وکړي چې د آراو له لارې د پولنګ استازو ته 11، 12 فورمې جاري کړي.له دې وړاندې د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان ويلي وو چې آر اوز زمونږ پولنګ ايجنټانو ته فارم 11 او فارم 12 نه ورکوي، ريټرننګ افسران د نتيجو اعلان نه کوي نو دا کار له همدې ځايه پيليږي.