پي ټي آیی د کراچۍ په بلدیاتي ټاکنو کښې د لوی ماتې سره مخ شوې ده
باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ په ټولټاکنو کې تر دې مهاله تر ټولو غټه ماتي مخې ته راغلې ده، د کراچۍ نه د پاکستان تحریک انصاف صدر او د کراچۍ نه د صوبايي اسمبلۍ غړی خرم شېر زمان یوسي په ټاکنو کې ماتې خوړلې ده.
خرم شېر زمان د صدر ټاون يوسي ١١ نه د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) سيد نجمي عالم نه ماتې خوړلې ده، نجمي عالم په دې څوکۍ ٢٦٩٦ ووټونه ترلاسه کړي دي.
خرم شېر زمان د لسو کالو راهسې د دې سيمې ايم پي اے وو او د پي ټي آئي لخوا د ميئر لپاره اميدوار هم اعلان شوے وو ولې د صوبائي اسمبلئ د غړيتوب باوجود د يو سي چيئرمېن څوکۍ لپاره جنګېدې۔
اوس په 24 څوکیو کې پیپلز ګوند 17 څوکۍ ګټلې دي، تحریک انصاف 6 او جے یو آئی یوه څوکۍ ګټلې ده.