د نهې په ورځ به د مشر عمران خان امر لاندې د اسمبلۍ ماتولو سمري ګورنر ته ولیږي: وزیراعلی محمود خان
باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی محمود خان په ټویټر پانړه یو خبر خپور کړې ، هغه وایی چې د د نهې په ورځ به د اسمبلۍ ماتولو سمري ګورنر ته ولیږي.
قائد عمران خان کے حکم کے مطابق
خیبر پختونخوا اسمبلی کی تحلیل کیلئے سمری بروز منگل گورنر کو ارسال کردی جائے گی۔
انشاءاللہ تحریک انصاف دوتہائی اکثریت سے دوبارہ حکومت میں آئے گی۔— Mahmood Khan (@IMMahmoodKhan) January 15, 2023
د محمود خان په ټویټ کښې زیاتوي چې چې د پی ټي آیی مشر ا قائد عمران خان د حکم سره سم به د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منحلولو لپاره سمري به د نهې په ورځ ګورنر ته لېږلې شي۔
هغه په ټویټ کښې زیاتوي چې انشاالله تحریک انصاف به دوه پر درېیمه اکثریت سره بیا حکومت ته راشي.
بل اړخ ته د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) امیر مولانا فضل الرحمان وايي، په راتلونکو ورځو کې د خېبر پښتونخوا حکومت د جے یو آئی حکومت ته سترګې په لار دی.
پيښور کښې يوې جلسې ته خطاب کښې مولانا فضل الرحمان اوويل چې د خېبرپښتونخوا خلق د جے يو آئي سره ځانګړے تعلق لري د حکومت په انتظار کښې دي۔