اليکشن کميشن نن په سندهـ کې د بلدياتي انتخاباتو په مهال د عوامي خزانې څخه د اشتهاري کمپاين چلولو په اړه د اطلاعاتو سيکرټري ته نوټس جاري کړی دی
باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن نن په سندهـ کې د بلدياتي انتخاباتو په مهال د عوامي خزانې څخه د اشتهاري کمپاين چلولو په اړه د اطلاعاتو سيکرټري ته نوټس جاري کړی دی.
اليکشن کميشن د ضابطه اخلاق خلاف ورزي په تور د اطلاعاتو سيکرټري سندھ ته نوټس جاري کړے دے۔
د سندهـ اطلاعاتو سيکرټري ته په جاري شوي نوټس کې ويل شوي چې د سنده حکومت د ټاکنو په ورځ د پرمختيايي پروژو لپاره په ميډيا باندې اشتهارونه چلول.
نوټس کې وئيل شوي چې سندهـ حکومت دعوامي خزانې څخه په اشتهاري کمپاين کې پيسې لګولې دي، هيڅ سياسي گوند دعوامي خزانې څخه اشتهاري کمپاين نۀ شي چلولى.
اليکشن کميشن د سنده اطلاعاتو سيکرټري ته هدايات کړي دي چي سبا د جوائنټ صوبائي اليکشن کميشنر دفتر کښي حاضر شي او وضاحت ورکړي او وئيلي شوي دي چي که هغه حاضر نه شو نو معامله به د نورو کاروائي لپاره اليکشن کميشن ته استولي شي۔