عوامي سیاست عام کول او ددې روایت په سیمه کښې خپرول ی مقصد دې او دا ی له لومړیتوبونو څخه دي:ابودردا شینواري

باغي ټي وی رپورټ
د لنډې کوتل ځوان سیاسي او فلاحي شخصیت او د لندې کوتل تحصیل کونسل غړې او د NC 5 چیرمین ابو دردا شینواری نن د په خپله حجره کښې د ټولو قومونو راغلي مشرانو،ځوانانو سره وکتل او په سیمه ییزو مسالو او ستونزو یې ورسره خبرې وکړې.
د عوامی ورځی په موقع د لنډیکوتل تحصیل کونسل این سی 3 ممبران نوید شینواری، چیرمین ویلیج کونسل 12 پیروخیل حاجی عزیز شینواری، د وی سی 2 چیرمین رحمان الله، اقلیتی کونسلر فنیاس سلطان او د خیبر سپورټس کلب جنرل سیکرټری کلیم الله شینواری او نور کسان هم موجود وو.
د تحصیل کونسل لنډیکوټل غړي او د این سي 5 چیئرمېن ابو دردا شینواري له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د عامه ورځې د نمانځلو مقصد له ولس سره د اړیکو ټینګول دي او زیاته یې کړه چې د عوامي سیاست عام کول او ددې روایت په سیمه کښې خپرول مقصد دې او دا ی له لومړیتوبونو څخه دي.