په سندهـ کې د بلدياتي انتخاباتو په دويم پړاؤ کې د کراچۍ او حيدراباد ډويژن پشمول نورو ضلعو کې پولنگ روان دي او د پولنگ ختمېدو ته يو څه وخت پاتې دی

0
135

باغي ټي وي رپورټ
په سندهـ کې د بلدياتي انتخاباتو په دويم پړاؤ کې د کراچۍ او حيدراباد ډويژن پشمول نورو ضلعو کې پولنگ روان دي او د پولنگ ختمېدو ته يو څه وخت پاتې دی.

د رای اچونې بهیر چې د سهار له ۸ بجو پیل شوی د مازدیګر تر پنځو بجو به پرته له وقفې دوام وکړي.

د سندهـ د کار او افرادي قوت وزير او د پيپلز پارټۍ کراچۍ ډويژن صدر سعيد غني په يو سي ٨ چنيسر ټاون کې د عام ووټر په څېر خپله ووټ کاسټ کړ.

د دې نه علاوه د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان ووټ کاسټ کړے دے۔

د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان د اليمنټري گورنمنټ ګرلز سکول پولنګ سټيشن کښې خپله ووټ کاسټ کړے دے۔

حافظ نعیم د یوسی 8 نارتھ ناظم آباد ټاون نه چیرمین امیدوار دی.

د حیدراباد ډویژن په ۹ ضلعو کې نن د بلدیاتی انتخاباتو لپاره د رایې اچونې بهیر روان دی.

په حیدراباد کې ۲۵۵۱، دادو کې ۱۴۳۶، په جامشورو کې ۸۳۹، تاندوالۍ کې ۷۸۱، په مټاري کې ۷۱۵ او ټنډۍ محمد خان کې ۴۵۲ نوماندان په بېلابېلو څوکیو کې سیالي کوي.

د کراچۍ په ۲۴۶ یو ایس سي کې رایه ورکول:

د کراچۍ د اوو ضلعو د ۲۵ ټاؤنونو د ۲۴۶ یونین کونسلونو په ۹۸۴ وارډونو کې ووټونه اچول کیږي.

هره یونین کونسل څلور وارډونه لري، رایه ورکوونکی باید د وارډ جنرل کونسلر د چیرمین او نائب چیرمین سربیره انتخاب کړي، چیرمین او نائب چیرمین به یوه رایه ولري، دویمه رایه به د جنرل کونسلر وي، د هر یونین کونسل به 11 غړي لري، د اتحادیې 6 غړي به په مستقیم ډول په شورا کې وټاکل شي.

کراچۍ ډويژن کښې د چيئرمېن، وائس چيئرمېن او جنرل ممبر څوکيو لپاره نهه زره 58 اميدواران په ميدان کښې دي۔

Leave a reply