اليکشن کميشن د پي ټي آئي د سنده اسمبلئ غړي فردوس شميم نقوي لخوا د بيلټ بکس د سیل ماتولو نوټس اخستې دې
باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: اليکشن کميشن د پي ټي آئي د سنده اسمبلئ غړي فردوس شميم نقوي لخوا د بيلټ بکس د سیل ماتولو نوټس اخستې دې۔
د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي دي چې د يو سي 2 تحصيل ميونسپل کميټي جناح کښې د ووټ بکس مهرونه مات شوي چې له وجې اليکشن کميشن د ايم پي اے فردوس شميم نقوي د پولنګ سټيشن نه د بهر کولو حکم ورکړے دے۔ دا یو قانوني عمل او د اخلاقو څخه سرغړونه ده.
بل لوري ته په دې لړ کې اليکشن کمشنر سندهـ ډي آر او ايسټ ته يو خط هم ليکلى چې پکې ويل شوي دي چې فردوس شميم په پولنګ سټيشن کې د بيلټ بکس مهر مات کړى، دا عمل د انتخابي ضابطه سخته سرغړونه ده. چلند