آئي جي سندهه او چيف سيکرټري د بلدياتي انتخاباتو په مهال د امن او امان صورتحال ښه بللی دی

0
81

باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ: آئي جي سندهه او چيف سيکرټري د بلدياتي انتخاباتو په مهال د امن او امان صورتحال ښه بللی دی.

چيف سيکرټري او آئي جي سندھ د کراچۍ په مختلفو سيمو کښې د قائمه پولنګ سټيشنونو دوره کړې او په دې موقع ميډيا سره خبرو کښې چيف سيکرټري سهيل راجپوت اوويل چې د پولنګ سامان رسولو عمل د شپې په يو څو ځايونو کښې ځنډيدلې دې۔

. ده ووئيل چرته هم كومه بده پېښه نه ده رامخې ته شوې، د لائنز سيمې مقامي اېم پي اے شكايت كړې، مونږ دلته راغلي يو، چرته چې شكايتونه وي مونږ به ځو.

د سندهـ چيف سيکرټري وويل چې پخوا هم امنيتي اندېښنې موجودې وې چې په اړه يې پوليس، رينجرز او ادارې کار کړی دی.

په دي موقع آئي جي سندھ غلام نبي ميمن اوويل چي د انتخاباتو لپاره په کراچي او حيدراباد کښي 68 زره اهلکار سيکورټي باندي دي، دا بلدياتي انتخابات دي او څه چي په لانډي کښي شوي هغه په ​​وړو وړو معاملو کښي کيږي۔

آئي جي سندھ وويل دانتخاباتو صورتحال ښه دى او سيکرټري اليکشن کميشن هم دامنيت څخه مطمئن دى

Leave a reply