لاهور هائي کورټ کښې د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان د لرې کولو لپاره دائر درخواست سماعت لپاره مقرر شوې

0
159

باغی ټي وي رپورټ
لاهور هائي کورټ کښې د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان د لرې کولو لپاره دائر درخواست سماعت لپاره مقرر کړے شوے دے۔

د درخواست اوريدنې لپاره د جسټس عابد عزيز شيخ په مشرۍ 5 کسيزه بنچ جوړ کړے شوے دے کوم چې د ګل په ورځ د درخواست اورېدنه کوي۔

د لاهور هائي کورټ کښې درخواست ميا شبير احمد د اظهر صادق وکيل په ذريعه دائر کړے دے۔درخواست کوونکي وايي چې د پنجاب ګورنر د خپلو آئيني اختياراتو نه تجاوز کړى، گورنر د اسمبلۍ د غونډې تر ختمېدو وړاندې نوې غونډه نه شي رابللى، نه کوم ايم پي اے استعفى ورکړې او نه فارورډ بلاک جوړ شوى، د پنجاب د ګورنر اقدامات غيرقانوني او غيرقانوني دي. غیرقانوني

درخواست کوونکي هائي کورټ ته خواست کړې چې د پنجاب ګورنر د خپل حلف خلاف ورزي کړې ده نو ځکه دې له دندې لرې کړل شي.

Leave a reply