بریتانیا پرېکړه کړې چې په ایران کې د برتانوي تبعه علي رضا اکبري د اعدام په غبرګون کې له ایرانه خپل سفیر په موقتي ډول راوبولي
باغی ټي وي رپورټ
بریتانیا پرېکړه کړې چې په ایران کې د برتانوي تبعه علي رضا اکبري د اعدام په غبرګون کې له ایرانه خپل سفیر په موقتي ډول راوبولي.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير جيمز کليورلي وايي، له ايران څخه به په موقت ډول خپل سفير راوغواړي، زموږ غبرګون به تر اوسه اعلان شويو اقداماتو پورې محدود نه وي او د بريتانيا د راتلونکو ګامونو په اړه به له مشورې سره پرېکړه کېږي.
بریتانیا هم په ایران کې د علي رضا اکبري د اعدام په غبرګون کې د ایران پر لوی څارنوال محمد جعفر منتظري بندیزونه لګولي دي.
د یادولو وړ ده چې ایران د شنبې په ورځ د دفاع پخوانی مرستیال وزیر علي رضا اکبري انګلستان ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ.
د بهرنیو رسنیو له مخې علي رضا اکبري په ۲۰۱۹ کال کې نیول شوی و او د چهارشنبې په ورځ په اعدام محکوم شو. علي رضا اکبري د انګلستان لپاره د جاسوسۍ او د ایران د اټومي ساینس پوه محسن فخرزاده په وژنه کې د رول په لوبولو هم تورن شوی و.