په کراچۍ او حیدر اباد کې د بلدياتي انتخاباتو د بايکاټ کولو په اړه د متحده قومي موومنټ (ايم کيو ايم) د پرېکړې په اړه رانا ثناالله غبرګون ښودلې
باغی ټي وي رپورټ
په کراچۍ او حیدر اباد کې د بلدياتي انتخاباتو د بايکاټ کولو په اړه د متحده قومي موومنټ (ايم کيو ايم) د پرېکړې په غبرګون کې د کورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله ويلي دي چې د افسوس خبره ده چې د کراچۍ لوی ګوند د ټاکنو له پروسې څخه جلا شو.
رانا ثناءالله وويل چې دانتخاباتو کميشن د حلقه بندۍ ذمه واري وه، اليکشن کميشن د حلقه بندۍ په اړه خپله ذمه واري تر دې وړاندې هم نۀ وه ترسره کولى، د انتخابي عمل څخه د ايم کيو ايم جلا کيدل جواز لري.هغه وويل د ايم کيو ايم دريځ د ستاينې وړ دى، که ايم کيو ايم د بلدياتي انتخاباتو څخه جلا شو نو د بلدياتي انتخاباتو اعتبار به متاثره شي.