بهرنیو چارو وزارت کې د یاد وزارت د شهیدو شویو کارمندانو فاتحه د کورنیو او وزارت د چارواکو لخوا واخیستل شوه.

0
94

بهرنیو چارو وزارت کې د یاد وزارت د شهیدو شویو کارمندانو فاتحه د کورنیو او وزارت د چارواکو لخوا واخیستل شوه.

14 جنوري 2023

 

نن د بهرنیو چارو وزارت په جومات کې د یاد وزارت پر عمومي سړک د چاودنې په پايله کې، د شهیدو شویو کارمندانو د فاتحې او ختم القرآن مراسم په داسي حال کې تر سره شول چې د بهرنیو چارو وزیر، معینانو، د وزارت کارمندانو او د شهداوو د کورنیو غړو شتون درلود، په یادو مراسمو کې د شهیدان وارثینو په خپلو ویناوو کې د حاکم اسلامي نظام څخه د ملاتړ تر څنګ د ساتنې او بقاء لپاره لا نورو قربانیو ته خپل هوډ څرګند کړ.

 

د غو مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د شهیدانو کورنیو ته تسلیت او تعزیت ووایه، په دغه ستر غم کي یې له دوی سره اسلامي امارت شریک وباله، هغه شهید شوي کارمندان ستره ضایعه وبلله او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به هیڅکله دوی هیر نکړي.

 

دغه راز سیاسي معین عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل، د راغلي اسلامي نظام او هیواد ساتنه یواځې د امنیتي ارګانونو مسؤلیت ندی، بلکي هر افغان مکلف دی د دښمن په وړاندي خپل ایماني رسالت ترسره کړي او پرینږدي چې دښمن خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي.

اړوند موضوعات

د ایران خارجه وزیر کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په کارمندانو برید غندلی او خواشیني یې څرګنده کړی.

 

همدارنګه اداري معین مولوي رحمت الحق فضیل د شهیدانو د شهادت په درجاتو او اقاربو ته د الله لخوا د لوړ اجر په ورکولو عالمانه خبرې وکړې.

Leave a reply