تهران: په ایران کې د برتانیا لپاره جاسوسي کولو په تور پخوانی مرستیال علي رضا اکبري په دار خیژولو پریکړه وشوه.

0
178

باغي ټي وي رپورټ‌
د ایران د عدلیې له مخې علي رضا اکبري برېتانیا ته د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم شوی، پر دې سربېره علي رضا اکبري هم د اټومي ساینس پوه محسن فخرزاده په وژنه کې د رول لرلو په تور نیول شوی دی.

د بهرنیو رسنیو له مخې علي رضا اکبري چې د دفاع پخوانی مرستیال هم و، په ۲۰۱۹ کال کې ونیول شو او د چهارشنبې په ورځ په اعدام محکوم شو.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې بریتانیا د علي رضا اکبري د اعدام حکم سیاسي انګیزه بللې او د هغه د زر تر زر خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

Leave a reply