داخله وزارت سندهه کښې د بلدياتي انتخاباتو دويم پړاؤ لپاره د پولنګ دوران د ايف سي د تعینات کولو لارښوونه کړې ده
باغي ټی وي رپورټ
اسلام آباد: داخله وزارت سندهه کښې د بلدياتي انتخاباتو دويم پړاؤ لپاره د پولنګ دوران د ايف سي د تعینات کولو لارښوونه کړې ده.
د داخله وزارت لخوا جاري شوي نوټيفيكشن له مخې په كراچۍ او حيدراباد كښې د جنورۍ په 15مه نېټه د بلدياتي انتخاباتو په مهال د امنيت لپاره د فرنټيئر کانسټبلري د تعینات كولو هدايات جاري كړې شوي دي۔
د نوټيفيکيشن له مخې د كورنيو چارو وزارت په حساسو او خورا حساسو پولنګ سټېشنو د اېف سي د تعیناتولو هدايات كړې دي۔ نوټيفيکيشن کښې وئيلي شوي دي چې د ايف سي د تقررۍ نيټه او علاقه دې د سنده حکومت، اليکشن کميشن او فرنټيئر کانسټبلري په مشوره ټاکلې شي۔ ياده دي وي چي د جي ايچ کيو لخوا د جامد تعينات نه انکار نه پس اليکشن کميشن په ډيرو حساسو او حساسو پولنګ سټيشنو کښي د فرنټئير کانسټبلري د مستقل تعينات غوښتنه کړي وه۔