د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د ملک په تاريخ کښې داسې اقتصادي چيلنجونه پخوا نه دي راغلي ولي د پاکستان د ډيفالټ خطره نشته

0
147

باغی ټی وی رپورټ
لاهور: د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د ملک په تاريخ کښې داسې اقتصادي چيلنجونه پخوا نه دي راغلي ولي د پاکستان د ډيفالټ خطره نشته۔

د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په لاهور كښې د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان سره ملاقات وكړو او د هېواد په مجموعي اقتصادي صورتحال يې خبرې وكړې په كومه چې ګورنر د خزانې وزير ته په وروستيو كاميابو بهرنيو دورو او د معيشت ښه كولو لپاره د هغه د هلو ځلو ستائنه وكړه۔

په دې موقع اسحاق ډار ووئيل چې د وزيراعظم په مشرۍ كښې اقتصادي ډله د معيشت ښه كولو لپاره هلې ځلې كوي او په راتلونكو ورځو كښې به په معيشت كښې نوره هم ښه والي راشي۔

د خزانې وزير وويل د هېواد په تاريخ کې داسې اقتصادي چيلنجونه پخوا نه دي راغلي، خو د پاکستان د ډيفالټ هيڅ خطره نشته، دا به يوازې د يو څو ناقدينو خوب پاتې وي.

Leave a reply