د پي ټي آئي د مشر لخوا د قامي اسمبلۍ د بچ کولو وړانديز ردولو سره وفاقي داخله وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې دا آئيني مسله ده، د پنجاب اسمبلۍ منحل شوې ده، اوس په دې معامله غور نه شي کولے.
باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي د مشر لخوا د قامي اسمبلۍ د بچ کولو وړانديز ردولو سره وفاقي داخله وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې دا آئيني مسله ده، د پنجاب اسمبلۍ منحل شوې ده، اوس په دې معامله غور نه شي کولے.
د جيو نيوز په پروګرام “نيا پاکستان” کې خبرو کې رانا ثناء الله وويل، چې مونږ مخکې ټاکنو ته چمتو وو، د نواز شريف په ګډون د ګوند اکثريت په دې نظر دی، چې عمران خان ته دې د اسمبلۍ د منحلولو اجازه ورکړل شي.
هغه وویل چې موږ به ټاکنو ته ځو، په ټاکنو کې به په پوره قوت ګډون کوو.رانا ثناءالله ویلي چې ګوند یې له نواز شریف څخه غوښتنه کړې چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا د انتخاباتي کمپاین مشري وکړي.
رانا ثناءالله وويل هيله ده چې نوازشريف به دپارټۍ اپيل ومني او بيرته به راشي، نوازشريف هم دراتللو اراده لري.
ياده دي وي چي د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښي خبرو کښي د پنجاب اسمبلي سپيکر سبطين خان وړانديز کړي وو چي که اپوزيشن مونږ سره د عامو انتخاباتو د نيټې په اړه خبري اتري وکړي نو قامي اسمبلي بيا هم بچ کيدے شي۔