اسټرالیا له افغانستان سره د کرکټ نه کولو پرېکړې دفاع وکړه

ټاکل شوې وه چې د اسټرالیا کرکټ لوبډله د مارچ په میاشت کې هند ته له ورزشي سفر وروسته په متحده عربي اماراتو کې د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره له خپلو افغان سیالانو سره مخامخ شي.
خو د اسټرالیا کرکټ ادارې وړمه ورځ له افغانستان سره د درېیو ورځنیو نړیوالو لوبو د لغوه کولو اعلان وکړ او ویې ویل چې دغه کار یې په افغانستان کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو د بندیز په غبرګونه کې یې کړی دی
(2023 / 1 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اسټرالیا له افغانستان سره د کرکټ نه کولو پرېکړې دفاع وکړه. د اسټرالیا کرکټ ادارې افغانستان سره د لوبو نه کولو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي، کله چې هلته د ښځو او نجونو لپاره ښه شرایط رامنځته شول، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به لوبې بیا پیل شي.
ټاکل شوې وه چې د اسټرالیا کرکټ لوبډله د مارچ په میاشت کې هند ته له ورزشي سفر وروسته په متحده عربي اماراتو کې د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره له خپلو افغان سیالانو سره مخامخ شي.
اړوند مړضوعات:
راشد خان د اسټرالیا وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې د بېګ باش سیالیو کې د نۀ لوبېدلو ګواښ کړی دی