د پخواني وفاقی وزیر نورالحق قادري په مشرۍ کښې د پي ټي آیی مشرانو د ګرانۍ په ضد احتجاج کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د خېبر ضلعې جمرود باب خېبر کښې د پي ټي آئي لخوا د ګرانۍ په ضد احتجاجي مظاهره شوې ده، په مظاهره کښې مظاهره کوونکو نعرې اووهلې چې د وارداتي حکومت نه منو او دوی اولس ته په اسانتیاوې ورکولو کښې پاتې راغلي دي.
په احتجاجي مظاهره کښي پخواني وفاقي وزير پير نورالحق قادري، ايم اين اے اقبال آفريدي، ايم پي اے شفيق آفريدي، جنرل سيکرټري امير محمد خان آفريدي، ايډيشنل جنرل سيکرټري حاجي شرمت خان آفريدي، الحاج سيد غوث آفريدي په شمول ګڼ شمير پارټي مشرانو او کارکنانو ګډون اوکړو۔
احتجاجي مظاهرې ته په وینا کښې پخواني وفاقي وزير پير نورالحق قادري وويل چې وارداتي حکومت ملک تباه کړی دی، په اتو مياشتو کې وارداتي حکومت د انفلاسيون طوفان جوړ کړی دی، په ملک کې ډيزل، پټرول، اوړه او نور ورځني څيزونه ګران شوي او کمښت ی راغلې دې.
د اجناسو بیې له کنټروله وتلې او د خلکو له لاسرسۍ بهر شوې دي.کومو کسانو چې د پي ټي ائي حکومت د اقتصاد د تباهۍ پړه په پي ټي ائي اچولې او پي ټي ائي يې د انفلاسيون تورونه لګولي د اقتصاد بيړۍ يې ډوبه کړې او په هیواد کښې ی ګرانۍ زیاته کړې ده.
هغوی اوویل چې د ملک صنعت تباه شوی دی، په عمران خان باندې د بريد کولو سره د مايوسه کولو هڅې شوي دي،قادري اوویل چې عمران خان د دوی پر وړاندې دیوال جوړ شوی دی. ايم اين اے اقبال آفريدي اوویل چي حکومت د غلو په لاسونو کښي ورکړے شوے دې او ددې غلو چا لاسونه پري کول پکار وو، د غلو حکومت کښي د خلقو ستونزي زياتي شوي، اعتماد ختم شوي دي، هغوی غوښتنه وکړه چې سمدستي دې دا حکومت استعفي ورکړي او نوې ټاکنې دې وشي.





