جمرود کښې ځآیی اولس د بریښنا د نشتوالي په ضد احتجاج کړې

0
123

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په جمرود کښې ځایی خلقو د بریښنا د نشتوالي په ضد احتجاج کړې، د جمرود ګريډ مخې ته د بجلئ غيرقانوني لوډشيډنګ په ضد خلقو د پاک افغان لويه لار بنده کړه او د ګرډ سټیشن اهلکار بلال بيګ په ضد ئي نعري وهلي۔
د سور کمر پشمول د جمرود په مختلفو سیمو کښې د بجلۍ غیرقانوني لوډشیډنګ روان دې چې له وجې یې خلک له سختو مشکلاتو سره مخ دي.د سماجی کارکن اسلام باد شاه وینا ده چې په سیمه کښې د بجلئ غیرقانوني لوډشیډنګ له وجې واړه ماشومان د سینه بغل په مرض اخته کیږي. د بجلۍ لوډشیډنګ له وجې د ټیوب ویل چلول ناشوني شوي دي، اوبه ختمې شوي دي، دوی په ګریډ سټیشن یا د بجلۍ لاین کې د یوې وړې ستونزې له وجې د لوډشیډنګ بهانه جوړوي.
ده ووئيل د جمرود ګريډ سټېشن ايکسیین بلال بيګ نا اهله افسر دے كوم چې په سيمه كښې د بجلۍ ستونزه پيدا كړې ده نو هغه دې په سمدستي توګه بدل كړې شي ځكه چې منتخب نمائندګان دې د بجلۍ لوډشيډنګ ختمولو لپاره ګامونه پورته كړي۔

پاک افغان پوله تورخم باندې د باچامینې اوسیدونکو هم احتجاج کړې
د لنډۍ کوتل تحصیل باچامینه کښې د بجلئ لوډشيډنګ په ضد عامو خلقو احتجاجي مظاهره کړې ده او د پیښور او تورخم تجارتي لويه لاره ی د هر قسمه ټريفک لپاره بنده کړې وه. تحصيلدار طورخم غنچه ګل مهمند د احتجاج کوونکو سره کامياب مذاکرات وکړل او لاره ئي پرانسته، تحصيلدار غنچه ګل د واپډا چارواکو سره رابطه کړي او د بجلئ لوډشيډنګ ختمولو او په خپل وخت د بجلئ راپریښودلو غوښتنه وکړه.

Leave a reply