پیښو سره د مبارزې وزارت: د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې یوه دیني مدرسه او دوه جوماتونه جوړ شول.

0
175

پیښو سره د مبارزې وزارت: د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې یوه دیني مدرسه او دوه جوماتونه جوړ شول.

13 جنوري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت په یوه تازه خبر کې ویلي د یاد وزارت اړوند د پکتیکا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولين وایي، چي د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د HAS موسسي له لوري یوه دیني مدرسه او دوه جوماتونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

 

د دغه ولايت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي مطیع الله منصور وویل، چې د HAS موسسې له لوري یوه ٩ اوطاقه مدرسه، دوه جوماتونه، ١٠ کورونه او ٥ د پاکو اوبو څاه ګانې جوړې شوې دي، چې ٧٥ زره ٨١٦ ډالره لګښت پرې راغلی دی.

اړوند موضوعات

کابل کې د هېواد په کچه ستره مدرسه پرانېستل شوه

 

د نومړی په وینا، د دغه پروژې چارې د د درې نيمو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

Leave a reply