د پنجاب اسمبلۍ د هغو غړو خلاف کاروائي پېل شوې چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) له ګوندي تګلارې څخه ی انحراف کړې دې

0
200

باغی ټی وی رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ د هغو غړو خلاف کاروائي پېل شوې چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) له ګوندي تګلارې څخه ی انحراف کړې دې.
مومنه وحيد او فيصل فاروق چيمه ته د شوکاز نوټس جاري کړی شوي کوم چې د پنجاب اسمبلۍ کښې وزيراعلې باندې د اعتماد رايې ورکولو دوران غير حاضر وو۔

د شوکاز نوټس کې ویل شوي چې دواړه دې د ګوند مشر عمران خان ته په شخصي توګه حاضر شي. د شوکاز نوټس کې د دواړو غړو خلاف د آرټيکل 63A لاندې کارروائي شوې ده.

د شوکاز نوټس کې ويل شوي چې تاسو د پارليمان غړي په توګه د پي ټي آئي له پاليسۍ څخه انحراف کړی او باید د جنورۍ په 14مه نېټه د ګوند مشر عمران خان ته حاضر شئ.

Leave a reply