د اوړو غله په پارلیمان کښې ناست دي نو څکه نه نیول کیږي سینیټر مشتاق احمد

0
87

باغی ټي وی رپورټ
د جماعت اسلامي سينيټر مشتاق احمد وايي چې په ايوانونو کې غله ناست وي نو نه نيول کېږي.

د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په مشرۍ كښې په غونډه كښې سناتور مشتاق احمد ووئيل هېواد كښې د اوړو بحران روان دے او اوړه افغانستان ته قاچاق كېږي۔

هغه وويل، چې په هېواد کې ډېر غنم شته، خو له دې سره سره د اوړو کمښت شته، د اوړو غله څوک دي، د غنم غله څوک دي او ډالر و غله څوک دي او ولې نه نيول کېږي؟

سناتور مشتاق احمد وويل چې اسحاق ډار په ډالر قابو نه شي کولاى، هېواد کې د اوړو، ډوډۍ او درملو کمښت دى.

دجماعت اسلامي سينيټر غوښتنه وکړه چې هيواد څخه دې وي وي پي کلچر ختم کړل شي، مراعات يافته طبقو څخه دې مراعات واخستل شي او پيسې دې دبې وزلو خلکو په فلاح ولگول شي. سينيټر روبينا خالد په خيبرپښتونخوا کې د نورو صوبو په پرتله د اوړو د ګران خرڅولو مسله راپورته کړه او ويې ويل چې خيبرپښتونخوا د پاکستان برخه ده، ولې هلته اوړه د نورو صوبو په پرتله ارزانه دي، پنجاب د کوم قانون لاندې خېبرپښتونخوا ته د اوړو سپلائي بنده کړې ده؟ هو، په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې د پي ټي ايي حکومت دی، دا د خېبرپښتونخوا د اعلی وزير دنده ده چې دا مسله پورته کړي.

ده زياته کړه چې په اوړو کې مصنوعي بحران رامنځته شوى، په خيبرپښتونخوا او پنجاب کې پي ټي ائي له لوټ څخه حکومتونه جوړ کړي دي، د يو فرد د انا لپاره ټول ملک په خطر کې اچول شوى دى، پي ټي ائي مصنوعي اوړه کښت جوړ کړي دي او د وفاق بدنامولو په ضد دا پروپيګنډه کوي.

Leave a reply