د سېنېټ په غونډه کې د پیپلز ګوند سېنېټر بهرمند تنګي د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او د هغه ټوله کورنۍ غله وبلله
باغی ټی وی رپورټ
د سېنېټ په غونډه کې د پیپلز ګوند سېنېټر بهرمند تنګي د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او د هغه ټوله کورنۍ غله وبلله.
د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې د پاكستان پيپلز پارټۍ سېنېټر بهرام تنګي ووئيل عمران خان او د هغه ټوله كورنۍ غله ده۔
د پي ټي آئي سينيټرانو د سينيټر بهرام تنګي په بيان باندي احتجاج شروع کړے دے۔
سينيټر فيصل جاويد خان وويل بهرام تنګي يو بې رحمه سړى دى، هغه دې وباسي.
د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني حكومت او اپوزيشن بنچونو ته د ايوان تقدس برقرار ساتلو هدايات وكړو او غونډه يې د ګل په ورځ ماسپښين درې بجې وځنډوله۔