د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چي اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي ولي د ډيفالټ خطره صفر فيصده ده

باغی ټي وی رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چي اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي ولي د ډيفالټ خطره صفر فيصده ده۔
د برطانيې براډکاسټنګ کارپوریشن سره د خبرو په مهال احسن اقبال وویل د پاکستان د اقتصاد بنیادونه مضبوط دي او ډیر زر به له بحران څخه راووځي.
هغه زياته کړه، چې د سېلابونو د ناورين له امله تر ١٧٠٠ زياتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړى، ٩ ميليونه خلک له بې وزلۍ او ٨ ميليونه خلک له خوارځواکۍ سره مخ دي.
احسن اقبال وئيلي دي چې حکومت د سيلاب ځپلو بحالۍ لپاره درې کلنه ايجنډا تياره کړې ده او د سېلاب ځپلو د بحالۍ لپاره به دوه نه تر درې کاله وخت لگي.
هغه وويل، چې د جينوا په کنفرانس کې له لسو ملياردو ډالرو څخه د زياتې مرستې ژمنه شوې وه او دوى به د نړيوالې ټولنې او نړيوالو مالي موسسو سره په ګډه بيارغونه کوي.
هغه وويل، چې د ملي بيارغونې د اجنډا له مخې به ٥٠ سلنه سرچينې د دولت له خوا ورکول کېږي، په داسې حال کې چې ٥٠ سلنه سرچينې به د ژنيو په کنفرانس کې د نړيوالو ژمنو له مخې پوره شي.






