د پاکستان تحریک انصاف مشر علي زیدي د بلدیاتی انتخاباتو د ځنډیدو په اړه د غبرګون ښودلو په ترڅ کې ویلي چې دا ګام یې د تحریک انصاف د ماتې له وېرې پورته کړی دی

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر علي زیدي د بلدیاتی انتخاباتو د ځنډیدو په اړه د غبرګون ښودلو په ترڅ کې ویلي چې دا ګام یې د تحریک انصاف د ماتې له وېرې پورته کړی دی.
د پي ټي آئي مشر علي زيدي وئيلي دي چې پيپلز پارټي او ايم کيو ايم يو ځل بيا بلدياتي انتخاباتو نه ووتل۔
ده وويل چې د ګوند له مشرتابه سره تر مشورې وروسته به د شنبې په ورځ د لاريون غږ وکړي.ياده دې وي چې د سنده حکومت د حلقه بندۍ نوټيفيکيشن وروسته له هغې بېرته واخست چې د متحده قومي موومنټ (ايم کيو ايم) د حلقو په اړه تحفظات راپورته کړل.
د بلاول بهټو په مشرۍ کې د بلدياتي انتخاباتو په اړه د سندهـ وزيراعلي او يو شمېر نورو وزيرانو تر مشورتي غونډې وروسته ميډيا سره په خبرو کې د سنده اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن وويل چې ايم کيو ايم د حلقو په اړه تحفظات لري او غواړي د خپلو متحدينو غوښتنې واوري. جدي ونیول شي.
هغه وويل په کراچۍ، حيدراباد او دادو کې د جنورۍ د ١٥مې نېټې بلدياتي انتخابات ځنډول کيږي خو د سندهـ په نورو ټولو ضلعو کې به د معمول په شان انتخابات کيږي.





