د پاکستان اليکشن کمېشن وايي چې هر ډول حالات وي، الیکشن کمېشن د انتخاباتو لپاره تیار دی
باغی ټي وي رپورټ
د اسمبلۍ تحلیل یا د نوو عامو انتخاباتو په اړه آئین څه وايي، آئیني دریځ به څه وي او حالات به څه وي مهمې پوښتنې دي خو اليکشن کمېشن وايي چې هر ډول حالات وي، الیکشن کمېشن د انتخاباتو لپاره تیار دی.
سرچينې وايي، چې د اساسي قانون په ٢٢٤مه ماده کې څرګنده شوې، چې کله قومي اسمبلۍ يا صوبايي اسمبلۍ د خپلې آئيني دورې په پوره کېدو سره منحل کېږي، نو په ٦٠ ورځو کې به نوې ټاکنې کېږي او د وخت نه وړاندې د اسمبلۍ منحل کېدو په صورت کې به په ٩٠ ورځو کې دننه ټاکنې کېږي.
د آرټيکل 112 له مخې که ګورنر د وزيراعلي سمري لاسليک نه کړي نو په 48 ساعتونو کې به اسمبلۍ په اوتومات ډول منحل شي، د دې نه پس به وزيراعلي د نگرانانو لپاره د اپوزيشن ليډر ته خط ليکي او د نگران مشر لپاره به د دواړو خواوو څخه وزیران. دوه نومونه به رالیږل شي.
که چيرته وزيراعلي او د اپوزيشن ليډر ترمينځه په دريو ورځو کښي د نگران وزيراعلي په اړه اتفاق نه شو نو دا معامله به پارليماني کميټي ته ځي چي پکښي به دواړه مساوي نمايندګي ولري۔
پارليماني کميټۍ ته به هم درې ورځې مهلت وي او که چرې پارليماني کميټې په دريو ورځو کښې د نگران وزيراعلې په نوم اتفاق نه شو نو معامله به د حتمي فيصلې لپاره چيف اليکشن کميشن ته ځي۔چيف اليکشن کمشنر به په دوه ورځو کښې د نگرانانو فيصله کولو پابند وي۔په ملک کښې روان سياسي پولارائزيشن داسې ښکارې چې د نگرانانو په اړه به حتمي فيصله اليکشن کميشن ته کول وي ځکه چې مسلم ليګ (ن) او پي ټي ائي نه يم. هر ډول خبرو اترو ته چمتو دی.
بل خوا، د ټاکنو کمېشن په دې وروستیو کې سترې محکمې ته ویلي چې په هیواد کې عام انتخابات لږ تر لږه اووه میاشتې مخکې نه شي ترسره کیدی ځکه چې یوازې د انتخابي محدودیتونو لپاره اضافي څلور میاشتې وخت غواړي.د ټاکنو کمېسیون ویلي، تر څو چې نوې ټاکنیزې حوزې نه وي ټاکنې پاکې او رڼې نه وي. هغه د پاکو او رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره د روان کال تر اکتوبر میاشتې پورې وخت ته اړتیا لري.
د ټاکنو کمېسيون د اوو مياشتو د وخت د غوښتلو اصلي لامل دا و، چې د نويو نفوسو د اټکل له مخې د نوېو حوزو ټاکلو ته اړتيا ده، چې د اساسي قانون او ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د نوېو حوزو جوړول اساسي ګام دى.
د ټاکنیزو چارو کارپوهان وايي، دوی په دې باور دي چې د ولسمشرۍ د یوې مرجع له لارې به د ټاکنو کمېسیون د زړو حوزو پر بنسټ د بېړنیو ټاکنو د ترسره کېدو واک ورکړل شي.