د پاکستان د سفارت په کارکوونکو باندې د ځورولو تورونه، د پاکستان دفتر خارجه د هندي رسنیو د تورونو په اړه غبرګون ښودلې

0
286

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د خارجه دفتر غبرګون د هندي ميډيا لخوا په هند کې د پاکستاني سفارتي کارکوونکو د ځورولو په تورونو روسته راغلې دې.

د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې مونږ د ويزې غوښتونکو ته ډير اهميت ورکوو او په کوم وخت او انداز چې هندي ميډيا دا مسله پورته کړې ده حيران يو۔
د هندي رسنیو د تورونو په ځواب کې، د بهرنیو چارو د دفتر ویاند وویل چې دا مسله څیړل کیږي، د ټولو ویزو غوښتونکو سره عادلانه چلند کیږي، او د ټولو خلکو د شکایتونو د حل لپاره چټک سیسټم شتون لري.

د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې پاکستاني مشنز ته د تلونکو کسانو سره نامناسب رويه په هيڅ صورت د برداشت نه ده، سفارتي عملې ته هدايات شوي چې د مسلکي رويه اختيار کړي۔

Leave a reply