د ایم کیو ایم د درې واړو ډلو د مشرانو تر منځ د ګوند د چلولو مسله هواره شوه

0
166

باغی ټی وی رپورټ
د ایم کیو ایم د درې واړو ډلو د مشرانو تر منځ د ګوند د چلولو مسله هواره شوه.

سرچينې وايي چې مصطفی کمال، انيس قائم خاني او فاروق ستار به نن د ايم کيو ايم مرکز بهادر اباد ته ځي، مصطفی کمال او فاروق ستار به په مطبوعاتي کانفرنس کې د خپل باقاعده ګډون اعلان کوي.

دسرچينو ترمخه د ايم کيو ايم د دريو ډلو د مشرانو ترمينځ د پارټۍ د چلولو معاملې شوې دي

سرچينې وائي د ايم کيو ايم تنظيمي او پارليماني سيټ اپ به جدا جدا وي، د ايم کيو ايم رابطه کميټۍ کې به هم بدلون راوستل کيږي او په رابطه کميټۍ کې به د ښه شهرت لرونکي کسان شامل کړل شي.

سرچینه زیاتوي، مصطفی کمال، فاروق ستار او انیس قائمخاني لا دمخه د خالد مقبول صدیقي پر مشرۍ هوکړه کړې، چې انیس قائمخاني ته به د تنظیمي چارو مسوولیت ورکړل شي.

Leave a reply