اسلام اباد هائي کورټ د ايم کيو ايم پاکستان کنوينر په اړه اسنادي ثبوتونه غوښتي دي

باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد هائي کورټ د ايم کيو ايم پاکستان کنوينر په اړه اسنادي ثبوتونه غوښتي دي.
د اسلام اباد هائي کورټ جسټس محسن اختر کياني د ايم کيو ايم باني ته د شناختي کارډ جاري کولو په اړه د درخواست اورېدنه وکړه۔
د اوريدنې په مهال عدالت وويل چې په اليکشن کميشن کې د ايم کيو ايم رجسټرډ کوم قرارداد منظور شو؟ د طارق جاوید په نوم یوه کس له لندن څخه غوښتنليک ورکړی چې طارق جاوید څوک دی؟
د عدالت په استفسار د درخواست کوونکي وکيل وويل چې طارق جاويد په پاکستان کې د ايم کيو ايم رجسټرډ کنوينر دی.
په دې اړه جسټس محسن اختر وویل چې طارق جاوید کنوینر دی نو باید په اسنادو سره ثابت شي چې د ایم کیو ایم پاکستان کنوینر څوک دی؟ مستند شواهد باید د مارچ تر 15 پورې وسپارل شي.
وروسته عدالت د مقدمې اورېدنه تر ۱۵ مارچ پورې وځنډوله






