د سندهـ وزيراعلي سيد مراد علي په کراچۍ کې د نرخونو کنټرول لپاره په دوکانونو، سټالونو او مارکيټونو کې د نرخونو لست راځوړندولو امر جاري کړي دي
باغی ټی وی رپورټ
د سندهـ وزيراعلي سيد مراد علي په کراچۍ کې د نرخونو کنټرول لپاره په دوکانونو، سټالونو او مارکيټونو کې د نرخونو لست راځوړندولو امر جاري کړي دي.
خپل يو بيان کې د سندهـ وزيراعلي وويل د روان هداياتو سره مقصد دوکانداران ګډوډ کول نۀ دي بلکې نرخونه بايد کنټرول کړل شي.
د سندهـ وزيراعلي هداياتو جاري کولو په مهال وويل چې ډپټي کمشنران دې په اړونده ضلعو کې د توکو د نرخونو څارنه وکړي او د نرخونو کنټرول لپاره دې ځانګړی ځواک جوړ کړل شي.
د سید مراد علي شاه په وینا، د سپلائی او قیمتونو څانګه دې په بشپړه توګه فعاله وساتل شي، د مقرر شوي ایس او پیز سره سم د توکو نرخونه چیک کړي.
په دې موقع د سندهـ وزيراعلې وياند ووئيل د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه پخپله نن د سبزيو او ميوو فهرست جائزه اخستې۔