احتساب عدالت د مني لانډرنګ په کيس کښې د حمزه شهباز حاضرې څخه معاف کولو درخواست قبول کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: احتساب عدالت د مني لانډرنګ کيس کښې د حمزه شهباز حاضري نه معاف کولو درخواست منلې دې۔
د لاهور احتساب عدالت د وزيراعظم شهباز شريف او حمزه شهباز په ضد د مني لانډرنګ د مقدمې اورېدنه کړې چې پکښې عدالت د ليګ مشر حمزه شهباز د معافۍ درخواست منظور کړې دې۔ د وزيراعظم شهباز شريف متبادل وکيل انور حسېن وکيل عدالت ته وړاندې شو او د شهباز شريف زوی سليمان شهباز هم عدالت ته وړاندې شو.
د اورېدنې په مهال عدالت پوښتنه وکړه چې د سليمان شهباز عبوري ضمانت اوس روان دے؟ مقدمې کښې د سليمان شهباز حاضري ضروري نه ده، د هغه به جلا ريفرنس فائل وي۔
وروسته عدالت د مقدمې اورېدنه د جنورۍ تر ۲۷مې نېټې پورې وځنډوله.
څرګنده دي وي چي نيب د مني لانډرنګ ريفرنس کښي د شهباز شريف او حمزه شهباز پشمول 16 ملزمان نومولي دي۔
احتساب عدالت وزیراعظم شهباز شریف ته د حاضری نه مستقل استثنیٰ ورکړی ده






