د ورغتیا نړيوال سازمان له لوري د هند دوه ټوخي شربتونه غیرمعیاري ګرځول شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په ازبکستان کې له مړینې وروسته د هند د ټوخي د دوو شربتونو په وړاندې خبرداری ورکړی دی.
د يو بهرني خبري اژانس د راپور له مخې د روغتيا نړيواله اداره وايي د ټوخي شربت (AMBRONOL) او (DOK-1 Max) د کيفيت معيار پوره کولو کې پاتې راغلی.
دا دوه درمل د هند د اترپردیش ایالت د مارین بایوټیک شرکت لخوا جوړ شوي چې اوس د نړیوال روغتیا سازمان لخوا بې کیفیته اعلان شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د لابراتواري تحلیلونو په پایله کې څرګنده شوې چې په دغو دوو محصولاتو کې د ډایتالین ګلایکول او ایتیلین اندازه زیاته ده، خو هندي کمپنۍ د دغو دوو شربتونو د کیفیت په اړه د روغتیا نړیوال سازمان ته کوم تضمین نه دی ورکړی.
د راپورونو له مخې په ازبکستان کې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې ۱۹ ماشومان د دغې هندي کمپنۍ د درملو د کارولو له امله وژل شوي وو.